په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو د کشف او استخباراتو منسوبین د کشفي راپورونو پر اساس د نورستان ولايت د کامديش ولسوالۍ اړوند ساحه کې د وسلو او مهماتو یوه لویه ډیپو کشف او مهمات یې ترلاسه کړل.
خبرځاى زياته کړه: په دغو وسلو کې ۶ ميله درنې وسلې چې (زيکويک، دهشکې، هاوان، اګايس، بيم يک) او لسګونه زره د سپکو او درنو وسلو مرمۍ په لسګونه ميله د کلاشينکوفونو ميلونه او په لوی تعداد نظامي تجهيزات شامل وو.
د ایرنا په وینا، د امریکا تر اشغال لاندې د شلو کلونو په موده کې افغانستان له قومي او خپلسرو حکومتونو سره مخ و او هر چا په خپلو ولسوالیو او ولایتونو کې په غیر مسوولانه ډول خلک استخدام او مسلح کړل.
د پیغام پای/
Your Comment